اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نوزشریف د بيلا بيلو هېوادونو 8 غوره شخصیاتو له د اقتصادی مرستې تنظیم ایوارډ آف ایکسیلینس وركړل۔ د اقتصادی مرستې تنظیم (ای سی او) د مشرانو غونډې ته په خپل خطاب کښې وزیراعظم ووئيل چې ایوارډز لپاره د نامزدګې منظوری د نهې په ورځ د 22م وزارتی کونسل په غونډه كښې وركړې شوې۔نامزد شخصیاتو له دا ایوارډونه په اقتصاد، تاریخ،ادب،فائن آرټس،سائنس او ټیکنالوجی او د تعلیم په څانګھ كښې په ښه خدماتو وركړې شوي۔ دې ايوارډز لپاره 50 نامزدګۍ ترلاسه شوې وې ، په دې موقع د ای سی او عمومي سيكتر خلیل ابراهیم هم موجود و ، كومو لارښودو له چې ایوارډونه وركړې شول په هغوي كښې د افغانستان څخه تاریخ، ادب او فائن آرټس څانګه كښې په ښه خدماتو افغانستان سره تعلق لرونكې سیما رسولی، سائنس او ټیکنالوجی كښې د آذربائیجان پاشا کریموف، د سائنس او ټیکنالوجی سره د ایران مهدی نجف پور، د زراعت او ماحولیاتو په څانګه كښې په ښه خدماتو د قزاخستان ملك ګورلی بے یوف، د تاریخ، كلتور او ادب په څانګه كښې په ښه خدماتو د کرغزستان انور بیګ، د آرټ او سوشل ورك په څانګه كښې په ښه خدماتو د پاکستان جمال شاہ، سائنس او ټیکنالوجی كښې د تاجکستان سیدوف عبدالستار او د تعلیم څانګه كښې د تركيه حسن جلال له د ای سی او ایوارډ آف ایکسیلینس وركړے شول۔
وزیر اعظم محمد نوزشریف د بيلا بيلو هېوادونو 8 غوره شخصیاتو له د اقتصادی مرستې تنظیم ایوارډ آف ایکسیلینس وركړل
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔