اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي او ټول پلوي ګوندونه به د اپوزيشن د عدم اعتماد تحريك ته ماتې وركوي، دا د دوي سياسي او اخلاقي فرض جوړېږي، د كال 2018م د ټولناك??و نه سمدستي وروستو اپوزيشن خپلې كارروائې پېل كړې وې، كوم هم سياسي شعور لرونكې سياستدان يا د پارلمان غړې به د خپلو بلدياتي ټاك??و نه پام ګرځولو سره د اپوزيشن د تحريك برخه جوړېدو ته اماده نه شي. ده دا خبرې د خالي په ورځ د پي ډي اېم لخوا د عدم اعتماد تحريك په اعلان په خپل غبرګون كښې وكړې. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې د پي ډي اېم د عدم اعتماد تحريك راوړلو اعلان مې اورېدلې، عدم اعتماد راوړل د دوي آئيني حق دے او د دې مقابله ??ول زمونږ آئيني حق دے. مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې كه دوي تحريك راوړل غواړي نو مونږ به په آئيني او پارلماني انداز كښې د دې بشپړه مقابله ??وو. ده ووئيل چې اپوزيشن څه ځله ??څه كړې خو دوي پرله ??سې ناكام شوي دي. خارجه وزير ووئيل چې هيله ??رم چې د دوي دا هڅه به هم كاميابه نه شي. مونږ په هر لحاظ د دفاع صلاحيت لرو، اپوزيشن كه ووټونه لرل نو په حكومت كښې به و. ده ووئيل چې په پي ډي اېم كښې په خپله ??ووالې نشته، تحريك عدم اعتماد د دوي د مشرانو خواهش او ضرورت كېدے شي، دا په دوي د مقدماتو د فشار تقاضا هم كېدے شي.
د تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي او ټول پلوي ګوندونه به د اپوزيشن د عدم اعتماد تحريك ته ماتې وركوي. مخدوم شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن