اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي)د كورنيو چارو وزارت افغانستان كښې د نړيوالو غېر سركاري تنظيمونو د مرستې هلو ځلو آسانيو وركولو لپاره يو پراخا طريقه كار معرفي كړے۔دا خبره د افغان بين الوزارتي كوآرډينېشن سيل غوندې په مهال ګډون كوونكو ته شوې۔د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ(پي آئي ډي)لخوا د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې غونډه د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف په مشرۍ كې شوې۔د وزارت عهديدارو غونډې ته ووئيل د نوو اقداماتو بنيادي مقصد ځپلې شوي افغانستان كښې د بشري مرستې هڅو له آسانۍ وركول دي ٬ دې سره به نه يوازې نوې نړيوال غېر سركاري تنظيمونه بلكې هغه كوم چې د وړاندې نه رجسټرډ دي دې څخه ګټه پورته كولې شي۔رجسټرېشن لپاره خواست كونكي تنظيم ته د اړوندې سفارتخانې څخه تصديق شوے خط٬په خپل هېواد كښې د رجسټرېشن ثبوت او د فنډنګ ذريعو سره سره د استوګنې ځايې درك او د دې د نامزد كړې عملې تفصيلات په اړه خبرتيا وركول وي۔سكروټني كمېټي به په دريو اوونيو كښې كاروائي بشپړوي۔دغسې د ويزو جاري كولو عمل هم آسان او په لږ وخت كښې د وركولو جوګه كړے شوے٬د ويزې په درخواست د كاروائۍ لپاره د وخت موده د لږې نه لږه 10 ورځې كړې شوې او د نړيوالو تنظيمونو عملې لپاره د داخلې ويزې جاري كولو لپاره د سېكورټي كليئرنس شرط ختم كړے شوے۔د قامي سلامتيا صلاحكار د نوو اقداماتو ستائېلو سره وئېلي دي دې سره به په افغانستان كښې د خېرښېګړې روانو كارونو له ډېره مرسته ترلاسه شي۔په غونډه كښې د خارجه وزارت٬د تجارت وزارت٬د منصوبه بندۍ٬خزانې٬اېف بي آر او لوړو زده كړو كمېشن چارواكو ګډون كولو
د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف په مشرۍ كښې د افغان بين الوزارتي كوآرډېنېشن سيل غونډه
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا